له فاسدانو سره له واده ډډه وکړئ
له فاسدانو سره په دې هیله واده مه کوئ چې اصلاح به یې کړئ، ځکه هغوی به تاسې فاسد کړي.
عمران بن حطان د خوارجو له یوې ښایستې ښځې سرع واده وکړ او ویل یې چې هغه به هم اهل سنت ته راواړوي، خو وروسته دی د خوارجو مشر شو.
[سير أعلام النبلاء]
#Menbar #madinah #Pashto #hadith #makkah #Prayer #islam #quran #afghanistan
کریسمس؛ د خیال او حقیقت تر منځ!
د کریسمس حقیقت وپېژنئ او له لمانځلو یې ډډه وکړئ!

خیال
د خلکو په خیال کې کریسمس غونډې او مېلې دي، مستي او خوښي ده، سینګار شوې روښانه ونې، عادتونه او رواجونه دي.

خو حقیقت یې بل ډول دی!

په حقیقت کې
کریسمس د نصاراوو په آند د میلاد (مولود) اختر دی.. خو د چا د میلاد؟!

دوی وایي
چې کریسمس د الله تعالی د زوی د میلاد اختر (د پیدایښت ورځ) دی، خو الله تعالی له دې څخه پاک دی، هغه تعالی فرمایي: {تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنْشَقُّ الْأَرْضُ وَتَخِرُّ الْجِبَالُ هَدًّا * أَنْ دَعَوْا لِلرَّحْمَٰنِ وَلَدًا * وَمَا يَنْبَغِي لِلرَّحْمَٰنِ أَنْ يَتَّخِذَ وَلَدًا} [مريم: ۹۰-۹۲].
ژباړه: نژدې ده چې اسمانونه وچوي، ځمكه څيرې شي او غرونه ټوټې ټوټې را وغورځېږي. په دې خبره چې دوی د الرحمان لپاره د اولاد د شتون دعوه وکړه؛ د الرحمان دا شان نه دی چې هغه څوك زوى ونيسي.

حقيقت
په حقیقت کې کریسمس الله سبحانه وتعالی ته ښکنځل کول دي، هغه تعالی په حدیث قدسي کې فرمایي: "د بني ادم ښکنځل ما ته دا دي؛ چې دی وایي: (الله تعالی زوی نیولی) په داسې حال کې چې زه هغه بې نیازه ذات یم چې نه مې څوک زېږولي، نه چا زېږولی یم او نه زما هیڅ سیال شته" (بخاري 4974).

نو ای د الله بنده، ای مومنه! آیا ته له هغه چا سره اختر لمانځې چې الله تعالی ته ښکنځل کوي؟!
آیا ته هغه څوک سم ګڼې چې پر دې عقیده دی چې الله تعالی زوی لري او بیا د هغه د پیدایښت یا میلاد مبارکي ورکوې؟!

پر الله تعالی ستا د ایمان، توحید، له هغه سره ستا د مینې او د هغه د تعظیم او درناوي غوښتنه او تقاضا دا ده چې ته دغه ورځ و نه لمانځې او نه پرې خوشحاله شې!

👈 پر دې پوه شه چې د امت د څلورو واړو فقهي (حنفي، مالکي، شافعي او حنبلي) مذهبونو فقهاء پر دې متفق دي چې د کفارو د اخترونو لمانځل حرام دي.

نشر یې کړئ او اجر وګټئ!

د منبر خپرندویه ادارې له خوا وړاندې کیږي.

#Menbar #madinah #Pashto #hadith #makkah #Prayer #islam #quran #afghanistan
#نوي_ویډيویي_خپرونه
صابرانو ته تسلیت !

الله تعالی فرمایي: ‏(إِنَّ اللَّهَ بٰلِغُ أَمْرِهِۦ ۚ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَىْءٍ قَدْرًا) [الطلاق: ۳]
ژباړه: الله د خپل كار پوره كوونكى دى. په یقیني توګه، الله د هر شي لپاره يوه اندازه ټاكلې ده.
هر شی یوه ټاکلې اندازه او موده لري او بیا ختمېږي.
نو دغه دردونه به ختم شي.
دغه کړاوونه به له منځه لاړ شي.
او دا تکې تورې تیارې به په رڼاګانو بدلې شي.
د ژوندانه روښانه لمر به را وخېږي او سپین سهار به پیل شي. نو مایوسه کېدل نه دي په کار.
دا د الله تعالی هرو مرو نافذېدونکی او تطبیقېدونکی امر دی.
امیدوار اوسه
#منبر

#فکر #پښتو #افغانستان #خیبر_پښتونخوا #الحاد_ضد# #الحاد
نشر یې کړئ او اجر وګټئ! (share&like )
👇👇👇👇
https://youtu.be/jipvR8RgGSY
#انفوګرافي
د مېلادي کال پیل
نه لمــانځــــــــــم:
ځکه زه د الله تعالی په فضل مسلمان یم او د نصراوو اخترونه نه لمانځم.
ځکه چې د کریسمیس لمانځنه دوی د خپل رب د میلاد لمانځنه ګڼي، نو زه یې په عقیده کې نه ور ګډېږم.
ځکه چې نبي کریم ﷺ امر راته کړی چې له دوی سره مخالفت وکړم، مشابهت ونه کړم، فرمایي: "چا چې له کومو خلکو سره مشابهت وکړ، نو د هغو له جملې شو".
د منبر خپرندویه ادارې نور تړوني:
فیسبوک
https://www.facebook.com/pg/menbar2
یوټیوب
https://www.youtube.com/channel/UCEs4feFHFQeVla-8I5SNLYA
ټویټر
https://twitter.com/Menbar7
#انفوګرافي
زه مسلمان یم
کرېسمیس نه لمانځم!

کرېسمیس څه شی دی او حکم یې څنګه دی؟


د ګټورو دیني او اصلاحي معلوماتو لپاره له موږ سره اوسئ!
د منبر خپرندویه ادارې نور تړوني:
فیسبوک
https://www.facebook.com/pg/menbar2
یوټیوب
https://www.youtube.com/channel/UCEs4feFHFQeVla-8I5SNLYA
ټویټر
https://twitter.com/Menbar7
رسول الله ﷺ فرمایي: "څوک چې په خپل ښه کار او نېکي خوشالېږي او په خپل بد کار خپه کېږي؛ نو دغه مؤمن دی" .
رواه الترمذي

نشر یې کړئ او اجر وګټئ!
‏رسول اللّٰه ﷺ فرمایلي:
"اللّٰه تعالی تر هغه وخته د بنده مرسته کوي، تر څو چې هغه د خپل مسلمان ورور مرسته کوي."
(رواه مسلم)

#منبر
#فکر #پښتو #افغانستان #خیبر_پښتونخوا #الحاد_ضد# #الحاد
نشر یې کړئ او اجر وګټئ! (share&like )
میمون بن مهران وایي:
"څوک چې پټ بد وکړي نو پټه دې بښنه وغواړي او څوک چې ښکاره بد وکړي ښکاره دې بښنه وغواړي، ځکه الله تعالی بښنه کوي او عیب ګویي نه کوي خو خلک عیب ګویي کوي او بښنه نه کوي".
[حلية الأولياء]
ستاسې هر یو شپون دی او له هر یو به د خپل رعیت په اړه پوښتنه کیږي.

نشر یې کړئ او اجر وګټئ!
ځکه بل چا ته ښېګڼه او خیر ور په ګوته کوونکی داسې دی لکه پخپله چې هماغه د خیر کار کوي.
رښتینې ژغورنه

که څوک د دې لپاره ژمنۍ جامې اخلي او بخارۍ لګوي څو ځان او کورنۍ د ژمي له یخنۍ څخه وژغوري؛
نو پر هغه لازمه ده چې خپلې کورنۍ ته د خیر لارښوونې وکړي، په ښو کارونو کې یې مرسته وکړي او له هرې هغې لارې یې را وګرځوي چې د الله معصیت په کې وي، تر څو یې هغوی د جهنم له عذابونو څخه ژغورلي وي، ځکه د جهنم عذاب تر دې یخنیو او ګرمیو ډېر کړوونکی دی.

نشر یې کړئ او اجر ترلاسه کړئ.
2024/04/27 03:47:05
Back to Top
HTML Embed Code: